
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرستیال انجینر عبدالباقي بینا د معلوماتو له مخې، له دغه ولایت څخه بهرنیو بازارونو ته په تېرو شپږو میاشتو کې ۴۳ زره او ۴۰۵ ټنه وچه او تازه مېوه، حبوبات او نور سوداګریز توکي صادر شوي، چې په پایله کې یې ۹۷ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکايي ډالر عاید ترلاسه شوی دی.
بینا وايي، د کندهار په صادراتي توکو کې کشمش، ابجوشي، انځر، حبوبات، مدنیات، تازه مېوې او نور محصولات شامل دي.
د نوموړي په وینا، دغه توکي د هرات او نیمروز له لارې ایران ته او له هغه ځایه متحده عربي اماراتو، چین، عربي او اروپايي هېوادونو ته لېږدول شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال زیاتوي، چې په دغه ولایت کې د مېوو د پروسس او بستهبندۍ فابریکو خپل فعالیتونه معیاري کړي او د تازه او وچې مېوې د پاکولو، بستهبندۍ او صادراتو بهیر د نړیوالو معیارونو له مخې ترسره کوي.
سره له دې، د کندهار سوداګر د خپلو محصولاتو د پلور لپاره د باثباته بهرنیو بازارونو پر موندلو ټینګار کوي.
هغوی همداراز د صادراتو په بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کول، د ترانسپورټي لګښتونو کمول او د سوداګریزو لارو فعال ساتل د صادراتو د لا پراختیا لپاره مهم بولي.

