په دوو اوونیو کې نږدې ۹۵ زره افغانان له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شوي

0
8

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د اکتوبر له ۱۱مې تر ۲۴مې نېټې پورې ۹۴ زره او ۹۱۱ افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي، خو په همدې موده کې ۴۱ زره او ۲۹۷ کسان له افغانستانه دغو دوو هېوادونو ته تللي دي.

د سازمان د شمېرو له مخې، په دې موده کې له ایران څخه ۶۸ زره او ۲۶۰ افغانان او له پاکستان څخه ۲۶ زره او ۶۵۱ کسان هېواد ته راستانه شوي دي. د دې شمېرنو پر بنسټ، د راستنېدونکو ۷۲ سلنه له ایران او ۲۸ سلنه له پاکستان څخه دي.

د راپور له مخې، د هرات د اسلام‌کلا بندر د افغانانو د تګ راتګ تر ټولو بوخته لار وه؛ د ټولو راستنېدونکو ۴۸،۴ سلنه له همدې لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

ورپسې د نیمروز د ورېښمو پل بندر ۲۳،۳ سلنه او د کندهار د سپین بولدک لار ۱۰،۳ سلنه ونډه لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د سروې موندنې ښيي چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو ۴۲ سلنه کسانو په افغانستان کې د ژوند ټیټ لګښتونه د بېرته راتګ یو لامل بللی دی.

۲۷ سلنه کډوالو ویلي چې په پاکستان کې یې د ناامنۍ او فشار احساس کاوه، په داسې حال کې چې ۱۷ سلنه د لنډمهالي سفر له پای ته رسېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

سروې دا هم ښيي چې د ګډونوالو ۸۱ سلنه په افغانستان کې د دایمي یا اوږدمهاله استوګنې نیت لري.

له بلې خوا، له ایران څخه د راستنېدونکو ۶۰ سلنه ویلي چې د خپلو کورنیو د غړو د لیدو لپاره هېواد ته راغلي دي.

۲۱ سلنه د اخراج او جبري ستنېدو له امله بېرته افغانستان ته لېږدول شوي او شپږ سلنه د لنډمهالي سفر له پای ته رسېدو وروسته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، په تېرو دولسو میاشتو کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د وګړو تګ راتګ په لوړه کچه دوام درلود او ایران لا هم د افغانانو د راستنېدو عمده سرچینه ده.

دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او ایران هم د بې‌اسناده افغانانو د بېرته ستنولو لړۍ روانه ساتلې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ