
په اسرائیلو کې د پارلماني ټاکنو د رایو شمېرنه روانه ده او د مرکزي ټاکنو کمېټې د معلوماتو له مخې، د ګرینویچ پر وخت د شپې تر ۲:۲۰ بجو پورې لږ تر لږه ۱ میلیون، ۲۱۶ زره او ۲ رایې شمېرل شوې دي.
له دې ډلې ۱ میلیون، ۲۱۰ زره او ۴۶۱ رایې معتبرې بلل شوې، خو ۵ زره، ۵۴۱ رایې باطلې اعلان شوې دي.
تر اوسه د رایې ورکولو په ۳ زره او ۲۴ مرکزونو کې د رایو شمېرنه بشپړه شوې ده.
د لومړنیو پایلو له مخې، د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ لیکود ګوند د ۲۳،۳۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره مخکښ دی.
ورپسې د ایزنکوټ «یاشر» ګوند د ۱۵،۷۴ سلنه او د نفتالي بنت ګوند د ۸،۵۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په دویم او درېیم ځای کې دي.
د معلوماتو له مخې، د اسرائیلو د شاوخوا ۷،۳ میلیونه واجد شرایطو رایه ورکوونکو له ډلې، له ۷۷،۷ سلنې ډېر کسانو د سې شنبې په ورځ په ټاکنو کې ګډون کړی دی.
د ټاکنو اوسني ارقام لومړني دي او د رایو له بشپړې شمېرنې سره ښايي بدلون ومومي.

