سعودي عربستان کې د امریکایي سفارت پرلپسې خبرتیاوې؛د حوثیانو د بریدونو د لا پراخیدو اټکل ورکړل شو

0
48

د سعودي عربستان په اړه د امریکا سفارت په پرلپسې بلې یوه امنیتي خبرتیا کې خپلې یادونې بیا تازه کړي او ویلي یې دي، چې د ایران له ملاتړو برخمنو حوثیانو له سعودي عربستان سره په جګړه‌ییزو اقداماتو لاس پورې کړی، چې په کې پر ملکي هوايي ډګرونو او مهمو زیربناوو بریدونه هم شامل دي.

د سفارت په وینا، دغو بریدونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې او د سفرونو بهیر یې له جدي ګډوډۍ سره مخ کړی دی.

په خبرتیا کې ویل شوي، چې د جګړې د پراخېدو احتمال شته او وضعیت ښايي په چټکۍ سره له اوسني محدودیت بهر هم وغځېږي.

د ریاض د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر فعالیتونه لا هم ځنډول شوي، خو د جده د ملک عبدالعزیز او د دمام د ملک فهد نړیوال هوايي ډګرونه له ځینو ځنډونو او د الوتنو له لغوه کېدو سره سره فعال دي.

د امریکا سفارت له خپلو اتباعو غوښتي، چې د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې د ګرځنده ټیلیفونونو له لارې خپرېدونکو امنیتي خبرتیاوو ته پام وکړي او هوايي ډګرونو ته د تګ پر مهال له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ