د فرانسې په پاریس او نورو ښارونو کې د شپې ګرځبندیز اعلان شو

0
25

په فرانسه کې د حکومت پر ضد د پراخو اعتراضونو او ورسره د غلا، تاوتریخوالي او ګډوډۍ له دوو ورځو وروسته، چارواکو د پاریس په ځینو برخو او د ليل او نیس په ګډون د هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې د شپې پر مهال د تګ راتګ محدودیتونه لګولي دي.

د فرانسې چارواکي وايي، دغه اقدامات د دې لپاره شوي چې د اعتراضونو پر مهال د عامه نظم د لا خرابېدو، غلاوو او تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

په ځینو سیمو کې خلکو ته د شپې له ټاکلي وخت وروسته د بې ضرورته تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د فرانسې لومړي وزیر سباستین لکورنو د امنیت او نظم پر ټینګښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې حکومت د ټول هېواد لپاره د عمومي ګرځبندیز پر ځای، په هغو سیمو کې چې وضعیت یې ترینګلی دی، مناسب او سیمه‌ییز محدودیتونه غوره ګڼي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو ناآرامیو په تړاو شاوخوا دوه زره او ۴۰۰ کسان نیول شوي دي.

چارواکي وايي، په همدې موده کې نږدې زر پولیس هم ټپیان شوي دي.

اعتراضونه په داسې مهال پراخ شوي چې د حکومت د سیاستونو پر وړاندې د خلکو او کارګرانو مخالفت زیات شوی دی.

په ځینو ښارونو کې د اعتراضونو ترڅنګ د هټیو او عامه ځایونو د لوټلو او تخریب راپورونه هم ورکړل شوي دي.

په ورته مهال، د فرانسې کارګریزو اتحادیو د اعتراضونو د دوام غوښتنه کړې او اعلان یې کړی چې د نومبر په پنځمه به د نوو اعتصابونو او لاریونونو لړۍ پیل کړي.

د کارګرانو اتحادیې وايي، د حکومت پر وړاندې به د فشار د زیاتولو لپاره په بېلابېلو ښارونو کې پراخې غونډې او لاریونونه ترسره کړي.

فرانسوي چارواکي هڅه کوي د امنیتي ځواکونو په زیاتولو او د شپې د تګ راتګ په محدودولو سره په لویو ښارونو کې وضعیت کنټرول کړي؛ خو د نوو اعتصابونو او لاریونونو اعلان ښيي چې د حکومت او اعتراض کوونکو ترمنځ کړکېچ لا هم پای ته نه دی رسېدلی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ