د مصر مشهور اسلامي بنسټ الازهر په منځني ختیځ کې د روانو جګړو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د عربي او اسلامي هېوادونو د مخورو شخصیتونو په ګډون د یوې بېړنۍ منځګړیتوب کمېټې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د الازهر لوی امام احمد الطیب ویلي، د سیمې هېوادونه باید جګړې او ویجاړۍ سمدستي ودروي او خپلې ستونزې د خبرو، عقل او ګډ تفاهم له لارې حل کړي.
هغه خبرداری ورکړی چې روانې شخړې د ملکي وګړو ژوند اخلي، د سیمې سرچینې له منځه وړي او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.
د الازهر د وړاندیز له مخې، دغه کمېټه به د عربي او اسلامي هېوادونو له «حکیمو او باوري» څېرو جوړه شي او هڅه به وکړي چې د ښکېلو لورو ترمنځ واټن راکم، اختلافات حل او د جګړو د پراخېدو مخه ونیسي. الازهر ویلي چې د دې نوښت د عملي کېدو لپاره هر ډول ملاتړ ته چمتو دی.
د الازهر غوښتنه په داسې مهال مطرح شوې چې د یمن او سعودي عربستان ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی.
د یمن په شمالي صعده ولایت کې د یوه هوايي برید له امله، د حوثي چارواکو په وینا، لږ تر لږه نهه کسان، چې پنځه ماشومان او دوه ښځې هم پکې شاملې دي، وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
حوثي چارواکو د برید پړه پر سعودي عربستان اچولې، خو سعودي لوري سمدستي په دې اړه تبصره نه ده کړې.
بل لور ته، د سعودي عربستان په نجران ښار کې د حوثیانو له لوري د توغول شوې مرمۍ له امله شپږ کسان ټپیان شوي او درې کورونو او درې موټرو ته مالي زیان اوښتی دی.
د سیمې د کړکېچ له زیاتېدو سره هممهاله، مصر هم ویلي چې د سعودي عربستان د امنیت او ثبات د دفاع لپاره به د اړتیا په صورت کې له دغه هېواد څخه ملاتړ وکړي.


