په پروان کې د چرګانو د روزنې د فارمونو شمېر ۲۲۵ ته رسېدلی او د طالبانو حکومت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه فارمونه هر ۴۵ ورځې شاوخوا یو میلیون او ۲۶۰ زره کیلوګرامه د چرګانو غوښه تولیدوي.
د یاد ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر، ډاکټر عبدالواحد تاجزاده، وايي چې د چرګانو د روزنې په برخه کې ۸۴ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې او د فارمونو تولیدات د پروان ترڅنګ د هېواد نورو ولایتونو ته هم عرضه کېږي.
د هغه په خبره، د فارمونو ظرفیت له ۵۰۰ تر ۵۰ زره چرګانو پورې رسېږي او د بازار د وضعیت له مخې د فارمونو خاوندان له ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې عاید ترلاسه کوي.
نوموړي د هګۍ اچوونکو چرګانو روزنه هم د پانګونې لپاره ګټوره بللې ده.
د پروان یو شمېر پانګهوال بیا وايي، که د کورني تولید ملاتړ وشي، د چرګانو د روزنې صنعت لا پراختیا موندلی شي.
دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې د بهرنیو هېوادونو د چرګانو د غوښې واردات محدود یا بند کړي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې د چرګانو د فارمونو شمېر زیات شوی او ګڼ پانګهوال په دې برخه کې پانګونه کوي، خو د بهرنیو محصولاتو واردات، د بازار د بیو بدلون او د چرګوړي تولید لپاره د ماشینونو نشتوالی لا هم د دې صنعت له مهمو ستونزو څخه بلل کېږي


