د طالبانو حکومت: د مالګې صادراتو ته د بازار موندلو هڅې کوو

0
44

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال، محمد اسحاق صاحبزاده، وايي چې د مالګې د پروسس د کارخونو د پیاوړتیا او د تولیدي ظرفیتونو د لوړولو له لارې هڅه کوي، چې د افغاني مالګې لپاره بهرني بازارونه پیدا کړي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د مالګې د کانونو او پروسس د فعالیتونو د تنظیم او معیاري کولو لپاره یو پلاوی هم ګومارل شوی دی.

صاحبزاده ویلي، د خصوصي سکټور په همکارۍ هڅه کوي چې معیاري او ارزانه مالګه تولید او د غیرمعیاري پروسس مخه ونیسي.

د هغه په وینا، ایران او اذربایجان هم د افغان مالګې له تولیدوونکو سره د همکارۍ خبرې کوي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان هر کال شاوخوا ۴۰۰ زره ټنه مالګې ته اړتیا لري، خو د تولید کلنی ظرفیت یې ۵۰۰ زره ټنو ته رسېږي.

ایلم نیوز تر دې وړاندې هم د افغانستان د مالګې د تولید، د کورني بازار د اړتیاوو او د دې محصول لپاره د بهرنیو بازارونو د موندلو په اړه راپور خپور کړی و.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ