بېنیټ: د پاکستان له خوا پر افغان ملکي وګړو بریدونه ښايي جنګي جرمونه وي

0
49

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنیټ، پر افغان ملکي وګړو د پاکستان د بریدونو په اړه د بشپړې او خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه پېښې ښايي د جنګي جرمونو مصداق وي.

بېنیټ له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، د یوناما د معلوماتو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې له امله د وژل شویو کسانو ډېری ملکي وګړي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

نوموړي د روان کال په مارچ کې په کابل کې د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر یوه روغتون د پاکستان هوايي برید ته هم اشاره کړې ده.

د هغه په وینا، د یوناما د شمېرو له مخې، په دغه برید کې ۲۶۹ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

بېنیټ ویلي، د روغتون قربانیان هغه کسان وو چې د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او بیارغونې لپاره په دغه مرکز کې اوسېدل.

هغه زیاته کړې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا یې غوښتي چې د دغو پېښو د څېړلو لپاره لازم اقدامات وکړي، ځکه د احتمالي جنګي جرمونو په اړه خپلواکه څېړنه او حساب ورکونه د قربانیانو او د هغوی د کورنیو حق دی.

د بېنیټ په وینا، که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تر اوسه د دغو پېښو لپاره ځانګړی میکانیزم نه دی جوړ کړی، خو یو کال مخکې رامنځته شوی خپلواک څېړنیز میکانیزم کولای شي د پېښو په اړه پلټنې ترسره کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ