کرملین: زلنسکي د جګړې د پای ته رسولو سیاسي اراده نه لري

0
20

د روسیې د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د جګړې د پای ته رسولو لپاره اړینې سختې پرېکړې نه کوي او په دې برخه کې سیاسي اراده نه ښيي.

پسکوف د روسیې سپوتنیک خبري اژانس ته ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د اوکراین د نوي مشرتابه غوښتنه د زلنسکي له دې انکار سره تړاو لري چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اړینې پرېکړې وکړي.

نوموړي زیاته کړې: «یا زلنسکي دا مسوولیت پر غاړه اخلي او سیاسي اراده ښيي، یا یې نه اخلي.»

د کرملین ویاند ویلي، روسیه په کییف کې داسې مشرتابه غواړي چې پر ځمکه موجود واقعیتونه ومني او د سولې پر لور حرکت وکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ