پښتون ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک وايي، پر پښتونخوا د یوې ناتوانې حکومتولۍ او ترهګرۍ د بیا تپل کېدو ترڅنګ، اوس پر دغه جګړه ځپلي او ویجاړ شوي ایالت د یوې بشپړې غیرقانوني واکمنۍ د تپلو هڅه هم کېږي.
خټک پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، ایا پښتانه د دې لپاره لا نورو شواهدو ته اړتیا لري چې ځانونه د یوې مستعمرې رعیت وګڼي؟
هغه د خپلې لیکنې په پای کې د «پښتونخوا مستعمره ده» هشتګ هم کارولی دی.


