د شهباز شریف په مشرۍ وفاقي کابینې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د لګولو پرېکړه تصویب کړې ده.
کابینې وروسته له هغه دا پرېکړه وکړه، چې مذاکرات ناکام شول.
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د دولت وزیر طلال چوهدري د کابینې له لوري تصویب شوې مسوده د وروستي لاسلیک لپاره ولسمشر اصف علي زرداري ته سپارلې ده.


