د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیر نیکولا بیلومو سره په لیدنه کې د دوهاړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، سراج الدین حقاني د اروپايي ټولنې نوي شارژدافیر ته د دندې د پیل مبارکي ویلې او د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ یې اړیکې مثبتې بللې دي.

په دې لیدنه کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې، په دې برخه کې د اروپايي ټولنې د مرستو د دوام، د افغانستان د امنیتي وضعیت او د ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو د پیاوړتیا او تعامل پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.


