امریکا: نیکولاس مادورو او مېرمن به یې د شکنجې په تړاو له نوو تورونو سره مخ شي

0
57

د امریکا یو چارواکی وايي، د وینزویلا له واکه لرې شوي ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمنې سیلیا فلورس پر وړاندې ښايي په امریکا کې د نوو جنایي تورونو دوسیه پرانیستل شي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه نوي تورونه ښايي د پنجشنبې په ورځ اعلان شي.

چارواکي ویلي، دا تورونه په وینزویلا کې د امریکايي وګړو د شکنجې له ادعاوو سره تړاو لري.

مادورو او فلورس، چې اوس په امریکا کې په بند کې دي، مخکې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تورونو کې لاس لرل رد کړي دي.

ټاکل شوې د دوی محاکمه د ۲۰۲۷ کال د جون په لومړۍ نېټه پیل شي.

مادورو او فلورس د جنوري په درېیمه د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې له خپل کور څخه د امریکا د پوځ له لوري نیول شوي او نیویارک ته انتقال شوي وو.

د امریکا چارواکو تر دې مخکې د مادورو پر حکومت تور لګولی و چې امریکايي وګړي یې د سیاسي امتیازونو او د مالي بندیزونو د کمولو لپاره د فشار د وسیلې په توګه نیولي وو.

په هغو امریکايي وګړو کې چې د مادورو د واکمنۍ پر مهال په وینزویلا کې نیول شوي وو، پنځه د تېلو شرکتونو اجرائیوي چارواکي او د امریکا د پوځ دوه پخواني ځانګړي ځواکونه شامل وو.

دواړه ډلې وروسته د بندیانو د تبادلې له لارې خوشې شوې.

په همدې حال کې، د مادورو مېرمنه سیلیا فلورس ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ د منهټن په فدرالي محکمه کې حاضر شي او د روغتیايي ستونزو له امله له محاکمې مخکې د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.

څارنوالانو د هغې له خوشې کېدو سره مخالفت کړی دی.

د مادورو له نیول کېدو وروسته، د وینزویلا مشري د هغه پخوانۍ مرستیالې دلسي رودریګز پر غاړه ده، چې له ټرمپ ادارې سره یې د همکاریو کچه لوړه کړې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ