د افغانستان کرېکټ بورډ د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره د تبصره کوونکو نوملړ اعلان کړی چې پکې د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپاچوونکی نوین الحق هم شامل دی.
د نوملړ له مخې، افغان مبصر احمد فرهاد فدایي به هم د دغې لوبې د تبصرې په ډله کې حضور ولري.
ټاکل شوې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ دغه پنځهورځنۍ ټېسټ لوبه سبا، جمعه، د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د زاید کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.


