د طالبانو حکومت: نړیواله محکمه نه پېژنو؛ د «مشرانو» د نیولو غوښتنه یې له صلاحیته پورته ادعا ده

0
53

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو حکومت د مشرانو د نیولو د اعلان په اړه غبرګون ښودلی او دغه پرېکړه یې غندلې ده.

ښاغلي مجاهد ویلي، افغانستان د نړیوالې محکمې په نوم کومه محکمه په رسمیت نه پېژني او د دغه بنسټ موقفونو ته ارزښت نه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، د «اسلامي امارت» مشرانو داسې کوم کار نه دی کړی چې د کومې محکمې له خوا د نیول کېدو یا مجازات مستحق وګرځي.

د هغه په وینا، د «اسلامي امارت» مشران د اسلامي شریعت د حکمونو او محکمو تابع دي، نه د استخباراتي بنسټونو او تش په نوم محکمو.

مجاهد له دغو بنسټونو غوښتي چې د خپل حیثیت د ساتلو لپاره دې له خپل واک او صلاحیت څخه پورته ادعاوې نه کوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ