د مسکو فارمټ غونډه؛ د کابل او اسلام‌اباد اختلافاتو ګډه اعلامیه ناکامه کړه

0
59

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلافاتو له امله د ګډې پای‌لیک اعلامیې له تصویب پرته پای ته رسېدلې ده.

روسیې انترفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې د غونډې ګډونوالو د دغه ډول مشورو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی، خو د وروستي سند پر ځینو برخو هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د طالبانو حکومت پلاوي په وروستي سند کې د افغانستان د ترهګرۍ په تړاو له پرله‌پسې یادونو سره مخالفت کړی دی.

د هغه په وینا، د طالبانو حکومت پلاوي ویلي، چې د تېر کال په پرتله د کابل او اسلام‌اباد په اړیکو کې وضعیت بدل شوی او سږکال د سند دغه برخه ورته د منلو وړ نه ده.

کابلوف ویلي، مسکو له دې دریځه خواشینی دی، ځکه د ده په وینا، ورته عبارتونه د تېر کال په سند کې هم شامل وو.

نوموړي ټینګار کړی چې د مسکو فارمټ به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو دا چوکاټ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه‌اړخیزو اختلافاتو د هواري لپاره نه دی جوړ شوی.

نوموړي زیاته کړې چې دغه بهیر حتی د ګډې اعلامیې له خپرولو پرته هم دوام کولی شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ