د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله به د اکتوبر په ۱۰مه عمان ته سفر وکړي او هلته به له بنګلهدېش او عمان سره یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
افغان لوبډله به د اکتوبر له ۱۳مې تر ۲۳مې پورې د بنګلهدېش د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ لوبې وکړي او ورپسې به د اکتوبر په ۲۷مه او ۳۰مه له عمان سره دوه سیالۍ ترسره کړي.
د کرکټ بورډ په وینا، دغه سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو اسیا جام لپاره د افغان لوبډلې د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې مشري سهیل خان ته سپارل شوې او په لوبډله کې ۱۵ اصلي لوبغاړي او درې احتیاطي لوبغاړي شامل دي.


