عمار یاسر د طالبانو په مشر له نیوکې وروسته له افغانستان نه تښتېدلی

0
41

د طالبانو حکومت یوې امنیتي سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ایلم نیوز ته ویلي چې د طالبانو حکومت د مذاکره‌کوونکي ټیم یو غړی عمار یاسر چې د طالبانو پر مشر، ملا هبت‌الله اخوندزاده یې نیوکه کړې وه، له افغانستانه وتلی دی.

سرچینه زیاتوي، نوموړی د نیول کېدو له ویرې په هماغه شپه له هېواده تښتیدلی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ