د بروغیل–چین پولې ۱۲۱ کیلومتره سړک بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

0
76

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د بدخشان د واخان ولسوالۍ له سرحد بروغیل سیمې څخه د پامیر د وغجیر درې له لارې د چین تر پولې پورې غځېدلی ۱۲۱ کیلومتره جغل‌فرش سړک بشپړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

فطرت وايي، دغه سړک ۶۶ پلچکونه او څلور لوی پلونه لري او په ځینو برخو کې تر ۴ زره مترو پورې استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.

حمدالله فطرت د واخان سړک د پرانیستې پرمهال ویلي، چې شيخ هبت الله اخوندزاده په پام کې لري چې د هېواد په نورو لرو پرتو سیمو کې هم پراختیایي پروژې پلې کړي.

د یادونې وړ ده چې د دغه سړک د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو حکومت د کلیو او پراختیا د وزیر په ګډون ګڼو چارواکو ګډون کړی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ