د سنبلې میاشت کې د افغانستان د رېل‌پټلیو له لارې نږدې ۷۹۱ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

0
63

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې میاشتې له پیل څخه تر پایه د افغانستان د رېل پټلیو له لارې ټولټال ۷۹۰ زره او ۷۴۱ مټریک ټنه نفتي، غیرنفتي او نور توکي صادر او وارد شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو انتقالاتو ډېره برخه د حیرتان بندر له لارې شوې چې ۵۲۵ زره او ۶۶۸ ټنه توکي پکې انتقال شوي دي.

همداراز د آقینې بندر له لارې ۶۴ زره او ۵۵۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۸ زره او ۹۲۴ ټنه او د خواف – هرات رېل پټلۍ له لارې ۱۴۱ زره او ۵۹۴ ټنه توکي انتقال شوي دي.

وزارت زیاتوي چې د دغو انتقالاتو له ډلې ۳ زره او ۷۴۴ ټنه توکي صادر شوي چې پکې ګاز لرونکې نوشابې، ممیز او معدني ډبرې شاملې دي.

د ټولګټو وزارت په وینا، د رېل پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو د کچې زیاتوالی د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو، د ملي عوایدو په لوړوالي او د اقتصادي ودې او ځان‌بسیاینې په برخه کې اغېز لري.

وزارت وايي، هڅه کوي چې د لا ډېرو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ