بلجیم: محکوم او ناقانونه افغان کډوال باید افغانستان ته ولېږل شي

0
68

د بلجیم د پناه‌غوښتنې او کډوالۍ وزیره، انیلین وان بوسویت، وايي هغه افغان کډوال چې په جرمونو محکوم شوي او یا په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې مېشت دي، باید افغانستان ته واستول شي.

د بلجیم رسنیو د نوموړې له قوله راپور ورکړی چې د دغو کسانو د بېرته ستنولو په اړه به د طالبانو حکومت له چارواکو سره خبرې وشي.

وان بوسویت ټینګار کړی چې له طالبانو سره دا ډول تماسونه د هغوی د حکومت د ملاتړ په معنا نه دي.

په ورته مهال، جرمني هم افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ روانه ساتلې.

راپورونه وایي، جرمني غواړپ شاوخوا ۵۰۰ نور افغانان له دغه هېواد څخه وباسي چې په دې ډله کې داسې کسان هم شته چې د جرمونو سابقه نه لري.

بل لور ته، روسیې د اروپايي هېوادونو له لوري د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، ویلي چې لوېدیځ له یوې خوا ځان د بشري حقونو مدافع بولي، خو له بلې خوا افغان کډوال په جبري ډول بېرته ستنوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ