مانچسټر کې دوه ایراني وګړي د ترهګریز برید د پلان په تور ونیول شول

0
44

د بریتانیا چارواکو پر دوو ایراني وګړو تور لګولی چې په شمالي انګلستان کې یې د یهودانو پر ټولنې د برید پلان درلود.

د بریتانیا څارنوالۍ ویلي، ۳۴ کلن رحمان صالحي او ۳۶ کلن سلام احمدیان د ترهګریز برید د ترسره کولو یا د بل کس سره د هغه په ترسره کولو کې د مرستې لپاره د چمتووالي په تور تورن شوي دي.

چارواکي وايي، دغه پلان په مانچسټر کې د یوم کیپور، د یهودانو د کفارې ورځې، پر مهال یا تر هغې مخکې د سپټمبر تر ۲۰مې پورې تړاو درلود.

د ترهګرۍ ضد پولیسو په وینا، دواړه کسان د سپټمبر په ۲۰مه په مانچسټر کې نیول شوي او ادعا کېږي چې د یوه چاودېدونکي بم د جوړولو لپاره یې د وسایلو او برخو د ترلاسه کولو هڅه کړې او د احتمالي هدفونو په اړه یې څېړنه کړې ده.

پولیس وايي، دواړه تورن کسان له یوه بهرني کس سره په اړیکه کې وو چې ښايي په ایران کې وي.

چارواکو د پلان جزئیات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې د برید پلان شنډ شوی دی.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، دواړه کسان څو کاله وړاندې له اروپا څخه د یوې وړې کښتۍ له لارې بریتانیا ته داخل شوي وو؛ د یوه کس د پناه غوښتنه منل شوې او د بل کس د پناه غوښتنې دوسیه لا روانه ده.

دغه دواړه کسان به د شنبې په ورځ د لندن په وېسټمنسټر مجسټریټ محکمه کې حاضر شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ