د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په وزیر اباد سیمه کې وسلهوالو د ترافیک پولیسو پر موټر برید کړی، چې په پایله کې یې درې پولیس وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه برید نن دوشنبه شوی چې یاد ترافیک پولیس پکې په نښه شوي دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.


