خټک: د تېرو ۵۰ کلونو جګړه چې په هر نوم کېده، د افغانستان پر ضد وه

0
58

پښتون ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک د ډاکټر نجیب الله د ۳۰م تلین په مناسبت ویلي، په تېرو پنځوسو کلونو کې په افغانستان کې چې د هر نوم او شعار لاندې جګړې شوې، په اصل کې د افغانستان پر ضد جګړې وې.

نوموړي ډاکټر نجیب‌الله د مقاومت او جګړې «قهرمان» بللی دی.

ډاکټر نجیب‌الله د ۱۹۹۲ کال په پسرلي کې د مجاهدینو له لوري د کابل تر نیولو وروسته د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه واخیسته.

هغه د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۷مه، د طالبانو له خوا له خپل ورور شاه‌پور احمدزي سره یوځای ووژل شو او جسدونه یې د کابل په اریانا څلورلارې کې وځړول شول.

د نجیب‌الله د واکمنۍ او سیاسي میراث په اړه په افغانستان کې بېلابېل لیدلوري شته؛ هغه د خپلې واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د «ملي روغې جوړې» سیاست هم اعلان کړی و، خو د ده د حکومت او جګړې د دورې په اړه ارزونې تر اوسه متضادې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ