د هرمز تنګي د بیا پرانیستو لپاره د ایران شرطونه؛ عراقچي: حللاره یوازې خبرې دي

0
54

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، د هرمز تنګي د بیا پرانیستو پرېکړه د تهران له شرایطو سره تړلې ده او د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ د پای ته رسولو یوازینۍ لار خبرې دي.

عراقچي وايي، ایران د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال د کړکېچ د حل لپاره یو وړاندیز د قطر د منځګړو له لارې امریکا ته استولی، خو تر اوسه تهران ته د واشنګټن له لوري د دغه وړاندیز د رد رسمي خبر نه دی رسېدلی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ویلي چې د ایران وړاندیز یې رد کړی دی.

په همدې حال کې د ایران د پوځ قوماندان امیر حاتمي خبرداری ورکړی چې جګړه حساسې او برخلیک ټاکونکې مرحلې ته رسېدلې ده.

نوموړي ویلي، تهران به داسې وضعیت ونه مني چې ایران له سوداګرۍ پاتې شي، خو بهرني ځواکونه د سیمې له ستراتیژیکو اوبو څخه استفاده وکړي.

ایران د هرمز تنګي د وضعیت په اړه له سعودي عربستان سره هم خبرې کړې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ