د طالبانو حکومت: سریلانکا ته د مصنوعي مخدره توکو د قاچاق پړه پر افغانستان اچول بې‌بنسټه دي

0
39

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، سریلانکا ته د قاچاق کېدونکو مصنوعي مخدره توکو د منشا په توګه د افغانستان یادول بې‌بنسټه او سیاسي انګېزه لرونکی اقدام دی.

بلخي ویلي، په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت ادعا کړې چې د امریکا او پاکستان په ګډو هڅو سریلانکا ته د مصنوعي مخدره توکو د قاچاق مخه نیول شوې، خو نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د هر ډول مخدره توکو تولید، قاچاق او استعمال په بشپړ ډول منع دی.

د هغه په وینا، افغانستان د مصنوعي مخدره توکو د تولید ظرفیت هم نه لري او له نږدې یو کال راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې ټولې عبوري لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

بلخي همداراز ویلي، چې د ډیورنډ کرښې ها غاړې ته د مخدره توکو کښت، تولید او قاچاق زیات شوی دی.

هغه له اسلام‌اباد څخه غوښتي چې د نیول شویو مصنوعي مخدره توکو اصلي سرچینه په پاکستان کې ولټوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ