د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، پاکستان پر افغانستان د بریدونو له لارې هڅه کوي ځان له افغانستان سره په جګړه کې ښکېل وښيي، څو له سعودي عربستان او ترکیې سره د مکې د دفاعي تړون له ژمنو ووځي.
مجاهد په کندهار کې یوې دیني مدرسې ته د وینا پر مهال ویلي، اسلاماباد غواړي د افغانستان پر ضد د پوځي اقداماتو له زیاتولو سره د خپلو کورنیو ستونزو او ننګونو څخه د خلکو پام بل لوري ته واړوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو د حکومت سیاست د هېڅ هېواد د مخالفینو ملاتړ نه دی او افغانستان نه غواړي د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

مجاهد زیاته کړې، که پر افغانستان د پاکستاني ځواکونو بریدونه دوام وکړي، د طالبانو حکومت به ورته مناسب ځواب ورکړي.


