د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ اوس د لفظي شخړو له مرحلې اوښتی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمې پوځي مقابلې بڼه یې خپله کړې ده.
پاکستان د سپتمبر په ۲۴مه په کندهار، پکتیا او خوست کې د لسو ځایونو د په نښه کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه بریدونه د هغو بېپیلوټه الوتکو په غبرګون کې شوي چې د پاکستان په وینا، له افغان خاورې ورغلې وې.

افغان چارواکو بیا د پاکستان اقدام د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری بللی او ویلي یې دي چې ورته بریدونه به بېځوابه پاتې نه شي.
د افغانستان لپاره د دې بریدونو تر ټولو مهم اړخ د ملي حاکمیت موضوع ده.
پاکستان که هر څومره خپل عملیات د امنیت او ځاندفاع په نوم توجیه کړي، د افغانستان دننه پوځي عملیات د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزې د حل پر ځای د هغې د لا پراخېدو زمینه برابروي.

په تېرو څو ورځو کې د کونړ او پکتیکا له بریدونو وروسته، د سپټمبر ۲۴مې بریدونه تر کندهار، پکتیا او خوست پورې وغځېدل؛ دا پراختیا ښيي چې کړکېچ یوازې د پولې په اوږدو کې محدوده موضوع نه ده پاتې شوې.
په دې وضعیت کې د ملکي وګړو خوندیتوب هم جدي اندېښنه ده.
د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د وروستیو بریدونو په ترڅ کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د تلې لومړۍ نیټه
۱۴۰۴/۷/۱
ملګرو ملتونو هم د همدې اوونۍ د پخوانیو بریدونو په اړه د ملکي مرګژوبلې ثبت کړی و.
کله چې د دوو هېوادونو ترمنځ پوځي بریدونه د استوګنې سیمو او د خلکو ژوند ته ورسېږي، د شخړې انساني بیه تر هر ډول امنیتي محاسبې لوړېږي.

د پاکستان د تګلارې بله مهمه ستونزه دا ده چې اسلاماباد د افغانستان له خاورې د خپلو امنیتي ستونزو د حل لپاره پوځي لاره غوره کړې ده.
د پولې پورې غاړې وسلهوالو فعالیتونو په اړه د پاکستان اندېښنې د خبرو او امنیتي تفاهم له لارې هم مطرح کېدای شي، خو د افغانستان په خاوره کې هوايي بریدونه د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور پاتې دروازې لا تنګوي.

د ډیورنډ پولې ته څیرمه پراته افغان طالبان
بل لور ته، د پاکستان بریدونه د افغانستان دننه د ملي احساساتو د لا پیاوړي کېدو سبب کېدای شي.
کله چې پر افغان خاوره برید کېږي، موضوع یوازې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ شخړه نه پاتې کېږي؛ بلکې د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا مسئله هم ورسره تړل کېږي.
د همدې لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر افغان سیاسي څېرو هم د پاکستان بریدونه غندلي او له اسلاماباد څخه یې د دې تګلارې د پرېښودو غوښتنه کړې ده.

حامد کرزی
د دې کړکېچ سیمهییز اړخ هم مهم دی.
افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ، سرحدي امنیت او وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه جدي اختلافات لري، خو د هوايي بریدونو دوام کولی شي دا اختلافات په اوږدمهاله پوځي شخړه بدل کړي.
په داسې وضعیت کې نه یوازې د افغانستان او پاکستان امنیت زیانمنېږي، بلکې د سیمې د سوداګرۍ، تګ راتګ او د منځګړیتوب هڅو لپاره هم ستونزې زیاتېږي.

سپین بولدک ډیورنډ کرښې ته څیرمه د پاکستاني پوځیانو او افغان طالبانو جګړه
په پای کې، د افغانستان لپاره اساسي مسئله دا ده چې د پاکستان امنیتي اندېښنې باید د افغانستان د ملي حاکمیت په نقضولو حل نه شي.
که اسلاماباد په رښتیا د خپلو امنیتي ستونزو د حل په لټه کې وي، د افغانستان له حکومت سره مستقیم امنیتي تفاهم او سیاسي خبرې تر هوايي بریدونو ډېرې پایدارې لارې دي.

پر خوست د پاکستاني پوځیانو د هوایي برید وروسته اووښتي زیانونه
ځکه پوځي اقدام ښايي لنډمهاله هدف په نښه کړي، خو د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ او مقابلې کړۍ لا پراخولی شي.


