فدایي: غندنه بسنه نه کوي؛ طالبان دې له افغانانو سره ملي تفاهم وکړي

0
69

د پکتیا پخواني والي حلیم فدایي ویلي، د پاکستان د بریدونو او بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې یوازې غندنه اغېزناک ځواب نه دی.

هغه له طالبانو غوښتي چې له افغانانو سره بین‌الافغاني خبرې پیل، انتقالي اداره جوړه او د لویې جرګې یا ټاکنو له لارې د منتخب دولت، ټولشموله اساسي قانون او د نجونو او هلکانو د ښوونځیو د پرانیستلو زمینه برابره کړي.

فدایي ټینګار کړی چې افغانان باید لومړی په خپلو منځونو کې د تفاهم او تعامل سیاست خپل کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ