تادین خان: پاکستان دې د افغانستان پر وړاندې خپله ناکامه تګلاره بدله کړي

0
60
Signature: Zkny/sz80t+nd9d81N/GUXYJ+Lkzp9zYYkCFRTboJD2cexTSziKYudsrv4YQTO3v1dy1ud1EDEa4Faz6QOkeQlHnsb7yfvpCSWp+/e+qtmiO/VbNfe6sUrFD06VQD00wGuTTBCAjWSWXVnCic2+TARlPEKWMGXl+twspeLl/zWVKnyu87R7/N5CtY4wvyFoGqZu++39HehOu31amtK3M8c9Fz10D7pG3/93EA3klay/zBHHa0H1DR/hH6oELWPfFgp8xR5Bz47jBW+Ra6PVFlX5fqn1tXyt16cnUZP/X7htUPOG8MDA/getTMPYrqFOQBRSySI3A1OqtZnJe69AswlrQaQenoOvX+2ihAv5WE0Ch+cYHyjMNeIJEEwAKcMJ6YolG9H7LpzWjx2dywW3u06KPQI4aNgQHKJK4cVdMANXL7PwzKTIdsB7JuKjBubp3U5KifD5XxkwaivCPkBStL4FJ0IORHtxET15ZV5HTZKGGH2HlOP15b2zwAzpbEAex47XcXFmuE1Vq0K5He/hgM51BgSpZQbrUJhbfxEnT2QRRjniwjambP/cNSaWBEDrqEMKP0pmlDMSrQQ+EXI++JTGRXYhspDDmTMTpJfIPsJ7g12w198YaSgkDATtE+T9GeWiT4ZKCu9AMSGLTliVCfyRfEJjv1VMxYaIKwfo+DwlOrCQX0U1fyaB0udFo7tqTYKCFJWYzkv7MEn4HIlGLVOsORrce8QC3nOLng+2m/L4Okv45VE/63PS+aJpti4fuY9jb3oeH4IcJiVMlQGkjkM5MD9/Vrd6a2yyUuGrdJM/BuEncBAMuAOS/XGqB59g84PM+IrOwh0t/tUm03rAILdX1eZYZZ3RzrudwcAli+9e0xR6inYbGA52j/yx34BB5vuCeah/X38F/Ch12pi7vOIh9ne63/VyOVNxMryM+i2iuIXvo5J360FJcQxc9+0gaBsQ9qQdNRV5LO+GPRGmAXgshUVbPBZqL01m3YU/ynPI=

د کندهار پخواني امنیه قوماندان تادین خان، په کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او له اسلام‌اباد څخه یې غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي.

تادین خان ویلي، د رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

نوموړي پر افغان خاوره هوايي بریدونه غیرانساني او غیر اسلامي بللي دي.

هغه ټینګار کړی چې پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې خپله اوسنۍ تګلاره بدله کړي او د خپلو اقداماتو پر پایلو غور وکړي.

نوموړی وايي، د ده په باور، د پاکستان د دغې تګلارې له امله د افغان ولس په ذهنیت کې د دغه هېواد د حکومت په اړه منفي لیدلوری پیاوړی شوی او ډېری افغانان پاکستان د یوه دښمن ګاونډي په توګه ویني.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ