د طالبانو حکومت د استخباراتو اړوندې المرصاد رسنۍ د پاکستان هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د افغانستان له لوري ورغلي اته بېپیلوټه الوتکې یې ویشتلې دي.
المرصاد ویلي، «د افغانستان هوايي ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي.» رسنۍ د پاکستان ادعاوې تبلیغاتي شایعات بللي دي.

بل لور ته، پاکستاني امنیتي سرچینې ادعا کړې چې د دغه هېواد ځواکونو د تورخم او کوهاټ په سیمو کې د افغانستان اړوند اته ډرونونه نسکور کړي دي؛ څلور د تورخم او څلور د کوهاټ په شاوخوا کې.

دا ادعاوې دوه ورځې وروسته له هغه مطرح کېږي چې پاکستان په کونړ او پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي وو. یوناما په کونړ کې د دغو بریدونو له امله د درېیو ملکي وګړو، یوې ښځې او یوې نجلۍ په ګډون، د وژل کېدو او د څلورو نورو د ټپي کېدو خبر پخلی کړی دی.


