د اردوغان د وینا پر مهال اسراییلي پلاوی له تالاره ووت

0
70

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په تالار کې د وینا پر مهال پر اسراییلو سختې نیوکې وکړې، چې ورسره د اسراییلو پلاوي تالار پرېښود.

اردوغان وویل، اسراییل په غزه کې دولتي ترهګري ترسره کوي او حکومت یې د نسل‌وژنې له ذهنیت سره چلند کوي.

نوموړي غزه د اوسني وخت تر ټولو غیرانساني او شرموونکي تړلي پنډغالي په توګه یاده کړه او د اسراییلو بریدونه یې وغندل.

دا لومړی ځل نه دی چې د اردوغان د وینا پر مهال اسراییلي پلاوی له تالاره وځي؛ تېر کال هم د هغه د وینا پر مهال ورته اقدام شوی و.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ