د ایران یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي ویلي، تهران چمتو دی چې د هرمز ستراتیژیک تنګی په اوو ورځو کې بېرته پرانیزي، خو شرط یې دا دی چې امریکا خپل پوځي فشار کم او پر ایران لګېدلی سمندري بندیز لېرې کړي.

د جاپان کیودو خبري اژانس د دغه ایراني چارواکي له قوله دا څرګندونې خپرې کړې دي.
د چارواکي په وینا، ایران دغه وړاندیز لا د یوه منځګړي هېواد له لارې امریکا ته رسولی او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې بېرته پیل شي، څو د روانو دښمنیو د دایمي پای ته رسېدو لپاره هوکړې ته زمینه برابره شي.

نوموړي ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې امکان لا شته، خو د ډیپلوماټیک پرمختګ لپاره باید واشنګټن جديت وښيي او خپلو ژمنو ته د عمل کولو چمتووالی ثابت کړي.

د راپور له مخې، تهران غواړي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د روانې غونډې په څنډه کې له هغو هېوادونو سره خبرې وکړي چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي.


