سیاف: طالبان د حقوقي دعوې تر نوم لاندې دعوت پوهنتون نیسي

0
92

د جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف زوی او د پوهنتون پخوانی استاد حبیب الرحمن سیاف وايي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له‌لورې د دې پوهنتون لپاره د لنډمهالې رهبرۍ ټاکل، د پوهنتون پر چارو د طالبانو د تصرف څرګند اقدام دی.

نوموړي ایلم نیوز ته وویل، که موضوع یوازې حقوقي دعوه وای، د پوهنتون د رهبرۍ د بدلون اړتیا نه وه او حقوقي دعوه به یې په خپل مسیر کې دوام موندلی وای.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو دا اقدام حقوقي موضوع نه، بلکې سیاسي پرېکړه ده او هدف یې د پوهنتون تصرف کول دي.

د نوموړي په وینا، «پوهنتون سیاسي نه دی» او په دې بنسټ کې هېڅ ډول سیاسي فعالیت نه دی شوی.

هغه ټینګار وکړ چې دعوت پوهنتون د یوه شخص په نوم ثبت شوی بنسټ دی او د پوهنتون علمي او اداري فعالیتونه باید له سیاسي مسایلو سره ګډ نه شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تر دې وړاندې ویلي چې د دعوت پوهنتون لپاره یې لنډمهاله رهبري ټاکلې او په همدې موده کې به د طالبانو د عدلیې وزارت او د دعوت پوهنتون ترمنځ حقوقي دعوه خپل بهیر ته دوام ورکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ