د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د جمعې د لمانځه پرمهال په یوه جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان، چې پنځه پولیس هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
راپورونه وایي، په دې پېښه کې له ۵۰ ډېر کسان ټپیان دي، چې د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.
ویل کېږي، د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته لا هم روانه ده.
د یوه پولیس چارواکي په وینا، یو بریدګر وژل شوی او د ژغورنې عملیات هم روان دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د پېښې له ټپیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د هغوی د ژر رغېدو هیله یې کړې ده.
تر اوسه د مرګ ژوبلې ترلاسه شوي ارقام وروستي نه دي او د زیاتېدو احتمال یې موجود دی.


