د بخښنې نړیوال سازمان: د نجونو د زده‌کړو پنځه کلن بندیز د افغانو نجونو خوبونه له منځه وړي

0
21

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د افغان نجونو د زده‌کړو د بندیز پنځه کاله پوره شوي او په دې موده کې میلیونونه نجونې له خپلو تعلیمي حقونو محرومې پاتې شوې دي.

یاد سازمان ویلي، د زده‌کړو له محرومیت سره سره، ګڼې افغان نجونې لا هم د خپلو هیلو د ژوندي ساتلو لپاره مقاومت کوي؛ ځینې په پټو انلاین ښوونځیو کې زده‌کړې کوي، ځینې د اعتراضونو له لارې خپل غږ پورته کوي او یو شمېر نورې د زده‌کړو د دوام لپاره له افغانستانه بهر تللې دي.

دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ودرېږي او پر طالبانو فشار راوړي، څو د نجونو ښوونځي سمدستي بېرته پرانیزي.

د یادونې وړ ده چې له تېرو پنځو کالو راهیسې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ