حامد کرزی: د مکې مکرمې د برید هڅه په کلکو ټکو غندم

0
75

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سعودي عربستان پر مکې مکرمې د برید هڅه په کلکو ټکو غندلې او له سعودي عربستان سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

کرزي د حرمینو شریفینو د حرمت پر ساتلو ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د هېوادونو او ښکېلو اړخونو د تدبیر او لرلید له لارې به په سیمه کې د لا ډېرو نښتو او تاوتریخوالي مخه ونیول شي او د تلپاتې سولې او ثبات لپاره به زمینه برابره شي.

د سعودي چارواکو په وینا، د حوثیانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه د مکې مکرمې په جنوب کې له دې مخکې وویشتل شوه چې د ښار ممنوعه هوايي حریم ته ننوځي؛ خو حوثیانو دا خبره رد کړې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ